امریکا له اوکراین سره د ۲ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرستې اعلان کړې چې امریکایي چارواکي وایي، د هغو ۶.۲ میلیارده ډالرو مرستو برخه ده، چې د ولسمشر جوبایډن د صلاحیت له مخې منظورې شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوې اعلامیې کې چې، دا مرستې یې پکې اعلان کړي ویلي، چې د هوایي دفاع سیستم لپاره مهمات، د توپ مرمۍ، د مرمیو ضد تجهیزات او د ماینونو پاکولو لپاره اضافي وسایل په دې نویو مرستو کې شامل دي. بلېنکن ویلي چې روسیه هره ورځ اوکرایني ملکیان وژني او ملکي زیربناوې له منځه وړي. نوموړي ویلي چې روسیه د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي او په اوکراین کې د غلې دانې زیربناوو او بندرونو په له منځه وړلو سره په نړۍ کې د خوراکي موادو نا مصؤنیت پیدا کوي.