د پاکستان پنجاب فیصل اباد په جړانواله سیمه کې قرآن کریم ته د سپکاوي له یوې ادعا وروسته پارېدلو لاریون والو د ځايي عیسویانو پر مېشت ځایونو برید کړی او یو شمېر کلیساوو ته یې اور ورته کړی. ځايي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار پر خواله رسنیو ادعا شوې وه، چې د عیسی نګري سیمې اوسېدونکو ځوانانو قران کریم ته سپکاوی کړی او له هغه وروسته پارېدلي خلک لومړی په سینما چوک سیمه کې راټول شول او وروسته یې پر کلیساوو برید وکړ. ځايي پولیسو د دوو عیسوي مذهبه ځوانانو خلاف قرآن کریم او د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي قضیه ثبت کړې ده. پولیس وايي، د مشکوکو کسانو نیولو لپاره هڅه کوي. له دې وړاندې هم د فیصل اباد په ګوجره سیمه کې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ تاوتریخوالي کې شپږ کسان وژل شوي وو. په هغو پېښو کې د عیسويانو نږدې څلوېښت کورونه سوځول شوي وو. په وروستۍ پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.