امریکا د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې د سړې جګړې د وسلو د کنټرول د یوه مهم تړون د ژغورلو لپارهیې کړی و. واشنګټن ویلي، دا نشي تاییدولی چې دغه تړون دې سم کنټرول کړای شي. د وسلو د کنټرول او د نړیوال امنیت په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، اندریه ټامسون په جنیوا کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ د سې شنبې ورځې له غونډې وروسته وویل، مسکو له دې ډډه کوي چې د روسیې د میزایلو د نوي سیستم په اړه چې واشنګټن هغه له «INF» تړون څخه سرغړونه بولي، دقیقه څارنه وشي. هغې وویل، له روسیې سره په پرونۍ غونډه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. د اټمي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول دغه تړون په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی دی. د ټامسون دغه څرګندونې ښیي چې واشنګټن دې ته تیاری نیسي چې راتلونکې میاشت له دې تړونه ووځي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا امریکا تورنه کړه چې د وسلو د کنټرول د تړونونو سیستم له منځه وړي، خو مسکو هڅه کوي چې «INF» وساتي.