د امریکار ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي. ټرمپ ویلي، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري. هغه زیاته کړې چې د توغندیو ضد دفاعي سیستم پراخېدل به د متحدایالاتو له خوندیتوب سره مرسته وکړي. د هوايي مدافعې دا سیستم د ستورو د جګړې په نوم هغې طرحې ته ورته دی چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړاندې کړې وه.