د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې ولسمشر امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر اجې بنګا سره کتلي او د کاسا زر پروژې د بیا پیل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د مالوماتو له مخې دغه لیدنه په دوبۍکې د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې او ولسمشر رحمان پر دې ټینګار کړی، چې د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې پروژې چارې باید له سره پیل شي. د کاسا رز پروژه د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي. د دغې پروژې په عملي کیدو سره به له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدول کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال نړیوال بانک د دې پروژې د نه تمویل کېدو خبر ورکړی و او لا یې هم په اړه څه نه دي ویلي.