د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې د بانکي خدمتونو د معیاري کولو لپاره هڅې کوي. د دغه بانک په وینا یاده اداره هڅه کوي، چې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت وساتي. د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي پر دې باور دي، چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې بانکدارۍ ډېره وده کړې ده او دمګړۍ په هېواد کې د دوو بهرنیو بانکونو په ګډون ۱۲ بانکونه فعالیت لري. د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍوالۍ ټولنې له لوري، د افغانستان پر بانکونو ګڼ محدودیتونه ولګول شول چې په ترڅ کې یې اوس ډيری سوداګر نشي کولی چې خپلې پيسې بهر ته ولېږدوي.