د کابل ښاروالي ویلي، په تېر یوه کال کې یې له پلان شویو ۱۵۰ پروژو څخه نږدې ۹۰ پروژې بشپړې کړې او په پاتې نورو یې هم د پلان له مخې کار روان دی. د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامهپوهاوي مسوول د مالوماتو له مخې، چې د یادو پروژو له ډلې تر دې دمه نږدې ۹۰ پروژې بشپړې شوې او ۱۶ نورې د بشپړېدو په حال دي. د مالوماتو له مخېکابل ښاروالي په تېر یو کال کې ۱۵۰ پروژې پلان کړې او ۲۰۰ نورې پروژې د نړیوالو موسسو لخوا هم پلې شوې دي، چې ټولې ۳۵۰ پرژوې کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې خلک د ښاروالۍ له کړنو ډیر خوشحاله دي او وایي چې ترپخوا چارې ډېرې ښې او ګړندۍ شوې دي.