د ملي تدارکاتو کمېسیون، د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸بېلابېلې پروژې منظورې کړې. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا څلور میلیارده افغانیو ته رسېږي. په منظور شویو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو د بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړولو، د هرات او تورغونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو د چمتو کولو، د زابل له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دویم لین د پاتې چارو د بشپړولو، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.