د کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دیارلسمې ناحیې د ۵۱ ، ۵۲ او ۵۳ ګذرونو اړوند په جبار خان سیمه کې د یوه سړک د کانکریټ کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.د ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي، چې دغه سړک ۲۴۴۰ متره اوږدوالی او ۶.۸۵ متره پلنوالی لري چې د جوړېدو چارې به یې ډېرې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د ښاروالۍ د مالوماتو له مخې دې پروژې د پلي کېدو له څرنګوالي او د چارو د کیفیت د تضمین په موخه، فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي، څو په معیاري او اساسي بڼه جوړشي.