په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ۱۰مه پروژه تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې پرانېستل شوه. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پروژې له مخې به د ۱۸ ولایتونو په ۲۳۰ ولسوالیو کې د ۱،۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت ۴۵۰ مخابراتي مرکزونه جوړ شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ویلي چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په هیواد کې ډیری وګړي له مخابراتي خدمتونو نا خوښه دي او له ټیټ کیفیت څخه یې شکایتونه کوي.