د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښار په بېلابېلو ځایونو کې یې د فرعي سړکونو او کوڅو کانګرېټ کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مالوماتو له مخې د ۱۲مې ناحیې اړوند ۳۲م ګذر د بت خاک په سیمه کې یو فرعي سړک چې ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري د کانکرېټ کولو چارې یې روانې دي. همدا راز یې د څوارلسمې ناحیې په ۱۴ ګذر کې هم د ۶ کوڅو د کانکریټ کولو خبر ورکړی دی، چې چارې یې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي او ډیرې ژر به ګټې اخیستنې وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار اوسېدونکي هم په دې ورستیو کې د ښاروالۍ له کړنو ډیر خوشحاله دي، چې رغنیزې چارې یې ډیرې ګړندۍ شوې دي.