د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک او ۴۶ پلچکونو د جوړېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژيي خدماتو دفتر په مالي همکارۍ په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ کیلومترو په اوږدوالي د سړک او د ۴۶ پلچکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ۶ متره پلنوالی لري، چې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ له توغراک سیمې څخه د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ تر دروشک سیمې پورې غځېدلی دی. دا سړک که څه هم چې په پاخه او اساسي ډول نه دی جوړ شوی؛ خو بیا هم د سیمې اوسېدونکې پر دې خوښي څرګندوی چې د یاد سړک د جوړولو پرمهال ورته د کار زمینه برابره شوې وه او له بلې خوا یې سړک ترپخوا ډیر شوی دی.