د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده. د دغه وزارت ویاند وايي، چې د افغانستان انجه تر ډېره امریکا، هند، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوې ده. سوداګر وايي، چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده. سوداګر دغه بوټی د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګڼي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د انجې د ترویج په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي. بل پلو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په ټول هېواد کې د انجې کرکېله د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده. انجه له هغو بوټو ګڼل کېږي، چې تر ډېره د درملو جوړولو په صنعت او خوړو کې کارول کېږي.