د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی دی، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه یې نږدې ۸ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي. د یاد ولایت د برېښنا رييس ویلي، چې دغه عوايد یې د روان کال د وري مياشتې څخه تر لړم مياشتې پورې د دوى د رياست له خوا چې جمله ۷ ميليونه ۸۶۷ زره ۵۵۴ افغانۍکیږي راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي، د دې ولايت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې دوی هڅه کوي د پورونو په راټولولو او د برېښنايي خدمتونو د پراخولو سره خپل عوايد له دې نور هم زيات کړي.