د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري خبرداری ورکوي چې که هغو افغانانو ته چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنېږي، لازمې مرستې ونه رسېږي، په سخت ژمي کې به خپل ژوند له لاسه ورکړي. د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې د اکټوبر میاشتې له لومړیو راهیسې له کله چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال به په زوره له هېواده وباسي، تراوسه نږدې پنځه لکه افغانان له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله وتلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په هغه راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری افغانان چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، زیانګالي دي او که د مناسبې سرپناه په برخه کې ورسره مرسته ونهشي نه به سخت ژمي کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.