د نیمروز ولایت چارواکي وایي، چې د دغه ولایت له ولایتي روغتون سره د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د عامي روغتيا ریاست د مالوماتو له مخې دغه مرسته د ريليف نړيوالې موسسې په مالي همکاري د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یاد ولایت له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو په برخه کې شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د نیمروز ولايتي روغتون مسوولینو تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی په یاد روغتون کې درملو او طبي توکو ته سخته اړتيا لري. دنیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي، چې یادې موسسې ورسره ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به هم له دغه روغتون سره د اړتيا له مخې د درملو او طبي وسایلو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.