د خوست ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست خبر ورکړی دی، چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک هغه ځمکه چې له غصب خلاصه شوې، پرون پکې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې دي. په یادو پروژو کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۲۶۰ مترو په اوږدوالي د احاطې دېوال، د ۲۷۶ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال او د ۶۰۰ مترو اوږدوالي په اندازه پکې د صنعتي پارک داخلي سړکونو جوړېدل شامل دي. د خوست د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلي، چې په دغه ولایتکې لسګونه فابریکې د ځای نشتون له امله له ستونزو سره مخ وې، چې دوی به یې د صنعتي پارک په جوړېدو سره یادې ستونزې حل او سلګونو ځوانانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.