په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د کونسلګرۍ تجارتي اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له رییسې ماریه کازې سره لیدليدي. په دې لیدنه کې افغان لوري پاکستان کې د افغان سوداګرو د پاتې کانټینرونو د ژر تر ژره پرېښودلو غوښتنه کړې. ورته مهال پاکستاني لوري د پاتې کانټینرونو د پرېښودو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ په سر کې به د هغو ۲۵۰ کانټینرونو د پرېښودلو زمینه برابره کړي، چې د اکتوبر په درېمه د کراچۍ بندر ته رسېدلي.