د یونیسف چارواکي وايي چې د تېرو ۱۱ میاشتو پر مهال یې اروزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستلي چې ورسره ۴۵زره ماشومانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوې. سوېل کې د یونیسف ادارې د پوهنې برخې مسوول محمدسرور اماني وايي چې یونیسف په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي. نوموړي او د یونیسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول «سلویستر بفو» او نورو چارواکو دغه څرګندونې اروزګان کې د سوېللوېدیځ زون په کچه د کلني فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دي. د یونیسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول «سلویستر بفو» دې غونډه کې ویلي چې دا مهال یې په سوېل زون کې ۲۲۵۵ محلي ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوي دیالونه هم جوړ کړې دي. هغه زیاته کړې چې دې موده کې یې ۱۰۰ ښوونځي هم بیارغولې دي.