د لغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې له ۶ زره ۶۹۹ اړمنو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس وایي، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله د زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د ۷۹ میلیونه ۷۷۳ زره افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده. د مالوماتو له مخې د یاد شمېر کورنیو څخه یې له ۳ زره ۴۱۸ کورنیو سره نغدي مرسته او ۱۶۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي او له پاتې نورو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې خلکو ته له طبیعي افتونو څخه د ژغورنې په موخه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.