د اقتصاد سرپرست وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي دي. اقتصاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې کورومیا، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خپل هېواد د ۵۸.۴ میلیون ډالره بشري مرستې ډاډ ورکړی. نوموړي همداراز زیاته کړې، چې دوی افغانستان کې د بېلا بېلو پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره هم چمتووالی لري. ټاکل شوې چې دغه مرستې «یو.ان.اچ.سي.آر» او «یو.ان.اف.بي.اې» بنسټونه پر اړمنو او مستحقو راستنېدونکو ووېشي.