د راپورنو له مخې روسیې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په راتګ سره دغه هېواد ته د دوی د مایع ګازو صادرات دوه برابره زیات شوي دي. رویټرز اژانس د روسیې د صنایعو د ادارې په وینا راپور ورکړ چې د جنوري له میاشتې د سږکال تر نومبر پورې افغانستان نېږدې ۱۷۶ زره ټنه مایع ګاز له روسیې څخه اخیستی دی او دا د تېرکال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د جګړې له پیل سره سم اروپایي هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات کم شوې دي، ځکه چې پر روسیې بندیزونه لګیدلي دي.