د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په مشرۍ د قوش تیپې کانال، له شاوخوا ځمکو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې چې موخه یې د یاد کانال له شاوخوا ځمکې څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره طرحه جوړول و، د ځینو وزارتونو سرپرستو وزیرانو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی وو. د طرحې جوړولو په دې غونډه کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې او پر خاورې او اقلیم د څېړنې په اړه خبرې اترې وکړې. همدا راز د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو یوې کمېټې ته دنده سپارلې، چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې سیمې ته انجنیران هم واستوي، ترڅو په ګډه پرې کار وکړي. د یاد وزارت چارواکو د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد له ملي پانګو څخه بللې او ویلي دي چې دوی به ورته منظم پلان جوړ کړي.