د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې په ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي، چې حاصلات یې ۱۶۰۰ مټریک ټنه ته رسېږي. دغه راز جلال اباد ښار کې د ممپليو د پروسس کارخونو مسوولين وايي، چې سږکال د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات درې برابره زیات شوي دي. د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وايي، چې دغه ممپلي به له پروسس وروسته بازار ته وړاندې شي. بلخوا، کروندګر او سوداګر که څه هم خوښ دي چې د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات ډېر شوي او داخلي بازار يې هم ښه دی خو وايي، که بهرنی بازار ورته وموندل شي نو کروندګر به ډېره ګټه ترلاسه کړي.