په بغلان ولایت کې د غوري سمنټو فابریکې مسولین وایي، چې د سمنټو د تولید ورځنۍ اندازه یې ۶۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده. د مالوماتو له مخې په دې فابریکه کې د ورځې په دریو بېلابېلو وختونو کې۷۲۰ تنه کار کوونکي په کار بوخت دي. د یادې فابرېکې مسوولین وایي له دوی سره په بیلابېلو برخو کې ټول افغان انجنیران کار کوي او د برېښنا په ګډون د سمنټ لپاره سکاره او نور اومه توکي هم د کورنیو سرچینو څخه چمتو کیږي. د یادې فابرېکې مسوولین وایي، چې دوی د سمنټو د تولید د زیاتوالي لپاره هڅې روانې کړې دي او په نږدې راتلونکې کې به یې د تولید اندازه تردې نوره هم لوړه شي.