د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سپین زر دولتي شرکت په مالکیت د سوداګریز کمپلېکس د جوړېدو چارې پيل شوې. د چارواکو په خبره کمپلېکس د سپین زر دولتي شرکت او یو بل خصوصي شرکت د تړون پر اساس پر ۴۵ جریبه ځمکه د بېلابېلو حبوباتو د ساتلو او پېر او پلور په موخه جوړېږي. د سپین زر شرکت مسوولین وایي د دغه کمپلېکس پر جوړېدو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او راتلونکو دوه کلونو کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دوی زیاتوي چې دغې منډيي کې د مسجد، دوکانونو، ګدامونو، ترازو او نورو امکاناتو د رامنځته کولو پلان لري، چې د حبوباتو د سوداګرۍ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي. د کندوز والي بیا د پروژې د پیل په مراسمو کې پر پانګوالو غږ کړی، چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي او د ولایت او ټول هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.