د اوبو او برېښنا وزارت وایي هڅه کوي په هیواد کې د برېښنا د کمښت ستونزو د حل لپاره د لمریزې برښنا د تولید کچه زیاته کړي. دغه وزارت وايي، د لمریزې برېښنا پنځه کلن پلان به په هرات، فراه، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نیمروز کې عملي شي. د اوبو او برېښنا وزارت په وینا، دمګړۍ افغانستان د ۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وس لري خو تر اوسه په دې برخه کې لازمه پانګونه نه ده شوې. تر دې مخکې، د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه سوه پروژې په پام کې نیولې دي.