ناروې له افغانستان سره ۳.۸ میلیونه ډالره مرسته کوي. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ۳.۸ مېلیونه ډالره مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له لارې کېږي. دغه وزارت له پاکستان او ایرانه د اېستل شویو افغانانو سره یې د مرستې په برخه کې د ۲.۹ مېلیونه ډالرو نورې مرستې خبر هم ورکړی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د خلکو سره د لا زیاتو بشري مرستو په رسولو کې ژمنه شوې او په کې راغلي چې ناروې تل د افغانانو د لاس نیوي له پاره چمتو ده.