د روغتیا د نړیوال سازمان مشر پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي، د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني حالت سره مخ دي. تیدروس اډهانوم ګیبریسیوس په بیان کې ویلي، په دې هېواد کې نژدې یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي او ۲،۳ میلیونه نوریې د خوارځواکۍ له منځنۍ کچې سره مخ دي. نوموړی زیاتوی، دې ته په پام چې د معافیت سېسټمونه کمزوري شوي او خلک له سخت ژمي سره مخ دي؛ نو د دې خطر زیات دی، چې دوی به د ساري ناروغیو له امله مړه شي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، چې دوی ۱۸۵ ملیون ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې له روغتونونو سره د درملو او په نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ ترڅو د خوارځواکۍ او د خوړو د نه خوندیتوب له امله د زیاتو افغان ماشومانو او میرمنو د مړینې مخه ونیسي.