جاپاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد یو متقاعد انجنیر د جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې څلور کاله مخکې ووژل شو؛ د اوبو لګولو د پروژې بشپړولو لپاره افغانستان ته راغلی دی. د اساهی شیمبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ناکامورا د شاړو ځمکو په ابادولو او د جګړې، بېوزلۍ او ناروغیو له کبله د ځپل شویو خلکو په درملنه کې هم له ځانګړې وړتیا برخمن وو. په افغانستان کې د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه له هغې وروسته بنده شوه، چې نوموړی د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر پر څلورمه د ۷۳ کلونو پر عمر په یوه وسلوال برید کې ووژل شو؛ خو ۷۳ کلن نوریو اوا او څو نورو کسانو د ناکامورا د اوبو لګولو پروژه، چې شاړې او وچې سیمې یې پر شنو سیمو بدلې کړي روانه وساتله.