د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو دفتر له افغانستان سره ۳.۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله ټویټر پاڼه د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې دا پیسې به د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ورکول کیږي.