د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان پانګوالو په څلورو بهرنیو هیوادونو کې شاوخوا ۱۵۰ ملیارده ډالره پانګونه کړې ده. سرپرست وزیر دغه هیوادونه ترکیه، متحده عربي امارات، ایران او پاکستان یاد کړي دي. نوموړي ویلي، چې دغو پانګوالو په ترکیه کې نږدې ۹۵ میلیاره ډالره، پاکستان کې یې ۳ مېلیارده ډالره، اماراتو کې ۵۵ میلیاره ډالره او همدا راز ایران یې هم د هغو هیوادونو له ډلې یاد کړی چې افغانانو پکې تر ټولو ستره پانګونه کړې ده. نوموړي ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په هیواد کې پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو څه موده وړاندې ویلي و، چې په هیواد کې د بشپړ امنیت په راتلو سره،کورنیو او بهرنیو پانګوالو یوازې د کانونو په برخو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.