د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې لسګونه کارټنه تېر تاریخ او غیر معیاري درمل له منځه یوړل. يادې ادارې دغه تېر تاریخ درمل د درمليزو خدماتو اتحاديې په همکارۍ، د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې، په کابل کې له درمليزو تاسيساتو څخه د څارنې پرمهال راټول کړي وو. مسوولینو په کابل ښار کې له درمل پلورونکو څخه وغوښتل، هغه درمل چې څو میاشتې وروسته یې تاریخ تیریږي، ځينې روغتیايي بنسټونو ته په وړیا ډول ورکړي، تر څو بېوزلو خلکو ته وویشل شي. د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو دغه راز ویلي، چې په کابل ښار او ولایتونو کې به له درمتلونونو څخه خپلې څارنې او دې کمپاین ته دوام ورکړي.