د افغانستان بانک سرپرست، په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان بانک د بازار اړتيا ته په کتو، نوي بانکنوټونه وېشي او په مقابل کې يې زاړه (مندرس) بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د هېواد په بازارونو کې له خلکو سره زړې افغانۍ ډېرې شوې او خلک ډېر کله د زړو بانک نوټونو له زیاتوالي شکایت کوي. د زړو افغانیو د زیاتوالي بنسټیز لامل هم دا بلل کېده چې نوي افغانۍ نه چاپېدې او نه هم بازارونو ته د زړو افغانیو په مقابل کې وړاندې کېدي. د افغانستان بانک له دې واړندې له خلکو غوښتنه کړې چې د افغانیو د ساتنې لپاره جدي پام وکړي.