د ریاست الوزرا اقتصادي معاوونیت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لس میلیارده او ۶۵۴ میلیونه ډالرو پانګونې لپاره لېوالتیا ښوودلې ده. د مالوماتو له مخې دغه شرکتونه، چې د سيمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پانګونې تاريخ لري، غواړي د کانونو، کرنې، برېښنا، روغتيا، زيربناوو او ځینو نورو برخو کې پانګونه وکړي. د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تر اوسه پورې له بېلابېلو كمپنيو سره د کانونو او پروسس، د برېښنا د لېږد او بنسټيزو تاسيساتو په برخو كې د شپږ مليارده او ۶۸۲ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليك شوي دي. یاد شرکتونه په داسې حال کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په کور دننه پر پانګونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې به سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.