د خوړو نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان پرون چهارشنبه پر خپله ایکسپاڼه د یوه داسې افغان کډوال ویډیویي خبرې خپرې کړي چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی. د دغه راستانه کړل شوي کس نوم نه دی ښودل شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې له پاکستانه یوازې دوه کمپلې له ځان سره راوړي او اوس حیران دی چې څه وکړي. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان ته په را ستنو شویو کډوالو کې ډيری داسې کورنۍ شته په تش لاس را ستانه شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشري بنسټونه او سرپرست حکومت له پاکستانه راستنو شویو کډوالو ته مرستې رسوي، خو د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.