د هلمند ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وایي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات لویې لارې ۹۶ کیلومتره سړک او د ۳۹ تخریب شویو پلونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دا پروژه د سرپرست حکومت له بودیجې او د ټولګټو چارو ریاست د انجنیري او ماشینرۍ په واسطه جوړېږي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې پردې پیل شوې پروژې ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړي شي. بلخوا یو شمېر موټرچلونکي د دې پروژې پر پیل خوښي څرګندوي او وايي چې پر دې لاره به یې ټولې شته ترانسپورټي ستونزې حل شي.