د جوز جان ولایت مرکز شبرغان ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په درېیمه ربعه کې یې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د شبرغان ښاروالۍ ریاست چارواکي وایي، چې دوی د روان کال په درېیمه ربعه کې ۱۲ میلیونه، ۴۲۲ زره او ۳۴۴ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د چارواکو په خبره دوی دغه عواید د څلور لارې د ننوتو وسايطو د محصول، د کورونو، ودانيو، د پاکولو، د دوکانونو د کرايې، د اعلاناتو، د سوداګرۍ جوازونو او د ځمکې د خرڅلاو له محصول څخه ترلاسه کړي دي.