پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د مبارکۍ پيغام

دسمبر 31, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0
ملګرو، دوستانو،
اغلو او ښاغلو:
سلامونه! تر يلدا وروسته ورځې اوږدېږي او کال او عمر له طبعيت سره سم نوي کېږي. زه د کال په تېرېدو او د نوي کال د هرکلي په خوشحالۍ کې له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته د نوي کال مبارکي وايم!
مونږ په ۲۰۲۳م کال کې پر له پسې هلې ځلې کړي، په زړورتيا مخ ته تللي يو. مونږ له توپانونو او بارانونو څخه په وتلو ښکلې منظرې ليدلي او ډېرې لاسته راوړنې لرو. مونږ د روان کال د ستړياوو په یادولو پر راتلونکي ټينګ باور لرو.
مونږ په همدې کال کې ټينګ ګامونه پورته کړي. د کرونا وبا د ښې وقايې او کنټرول په مرحلې کې مو اقتصاد ښه غوړېدلی او باکیفیته پرمختګ يې موندلی دی. عصري صنعتي سيسټم مو لا بشپړ شوی او يو لړ داسې نويو او مهمو صنايعو، چې په عصري، ځيرکو او زرغونو تخنيکونو سمبالې دي، په چټکۍ پرمختګ کړی دی. غلو دانو مو په تېرو مسلسلو شلو کلونو کې ښه حاصلات ورکړي، پاکې اوبه او زرغون غرونه مو ښه ساتل شوي او په کليوالو سيمو کې مو د سمسورتيا ستراتېژۍ په رڼا کې نوې بڼه رامنځته شوې ده. دغه راز د هېواد د شمال ختیځ هراړخيزې سمسورتيا نوې پاڼه اړولې، د شيونګ ان نوې سيمې د ابادۍ چارې په چټکۍ روانې دي، د يانګځه سيند اقتصادي کمربند حياتي ځواک ښودلی او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو لوی خلیج د پرمختګ مخکښ ځای نیولی دی. د چين اقتصاد توپانونه او سخت بادونه تجربه کړي او لا پیاوړی او ځواکمن شوی دی.
مونږ په همدې کال کې ځواکمن ګامونه پورته کړي، د اوږدمهالو هڅو په نتيجه کې مو نوښتګرو فعاليتونو خوځنده ځواک ښودلی، پرمختګ مو حياتي ځواک خپل کړی دی، سي ۹۱۹ ډوله لویې الوتکې مو په لومړي ځل سوداګريز پروازونه پيل کړي، لویه باروړونکې بېړۍ مو پخپله جوړه او ازمويلې، د شنجو انسان وړونکو فضايي بېړیو يوې په بلې پسې فضايي دندې ترسره کړي او د فن دو جه په نوم سمندري اکتشافي اوبتل د سمندر په بېخ کې دندې بشپړې کړي دي. زمونږ کورني برانډونه د مشتريانو د هرکلي وړ ګرځېدلي، د نویو توليد شوو چيني موبايلونو بازار ګرم روان دی او دغه راز د نوې انرژۍ موټرونو، ليتيم بيټريو او فوټووالتیکو تولیداتو مو کورنيو برانډونو ته نوی او ښکلی رنګ ورکړی دی. چين په پياوړي عزم او ټول توان پرمختګ مومي او هرځای کې يې نوي او نوښتګر نوښتونه تر سترګو کېږي.
مونږ په همدې کال کې فعال ګامونه پورته کړي او مثبته بڼه مو ښودلې ده. د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې او د هانګجو اسيايي لوبې په زړه پورې ترسره او لوبغاړو پکې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. د رخصتيو په موده کې د هېواد د سېلانۍ او سنيماګانو بازارونه ګرم روان وو او په کليوالو سيمو کې ډېرې سپورټي لوبې او هنري نندارې په شوق او زوق ترسره شوي، زياتو خلکو د ژوند هغه بڼه، چې دوه اکسايډ کاربون پکې کم خپريږي، غوره کړی دی او دغه راز په هېواد کې د ژوند خوشحاله فضا او د کار بوختيا د دې ښکارندويي کوي، چې خلک په نيکمرغۍ او سوکالۍ پسې ګرځي او دا د يوه حياتي او زخمتکښ چين څرګندويي کوي.
مونږ په همدې کال کې زړور ګامونه اخيستي. چين يو ستر ملک دی او لوی تمدن خپروي، په پراخو ځمکو يې د شمال او جنوب ځانګړې او ښکلې منظرې خورې دي او د ژېړ سيند او يانګځه سيند د اوبو بهيدل او ځواکمنېدل یې خلکو ته د پراخې سينې الهام ورکوي او دغه راز زمونږ د هېواد د (ليانګ جو) او (عر لي ټو) لرغونې کنډوالې د روښانه تمدونونو څرګندويي کوي، په اين شو کنډوالې کې هغه لرغونې کليمې نسل په نسل خپرېږي، کومې چې پر هډوکو حکاکي شوې دي او په سان شينګ دوی کنډوالې کې ارزښتناک تاريخي اثار له ځمکې را ایستل شوي او د تمدن د ساتلو او خپراوي په موخه ورته د تاريخي متونو ملي موزیم جوړ شوی دی…….زمونږ لوی ملت اوږد تاریخ او پراخ تمدن لري او مونږ ته يې د ځاني باور بنسټ او د ځواک سرچېنه برابره کړې ده.
چين يوازې خپلځان ته پرمختګ نه ورکوي، بلکې د نړۍ د پرمختګ لپاره هم فعالې هڅې کوي او د لوی هېواد په توګه مسئوليتونه پرغاړه لري. مونږ په برياليتوب د چين- منځنۍ اسیا سرمشریزې او د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم ترسره کړی او د چين په يو لړ ډيپلوماتيکو فعالیتونو کې د نړۍ د بېلا بېلو لويو وچو مېلمنو ګډون کړی و. ما هم ګڼو هېوادونو ته سفر، په يو شمېر نړيوالو غونډو کې ګډون او له ډېرو پخوانيو ملګرو او نويو همکارانو سره لیدلي او د چين نظرونه مې ورسره شريک او ګډ نظرونه مو ژور کړي دي. که څه هم په نړۍ کې هر څه بدلېږي، خو سوله او پرمختګ تل عمده نغمه او همکارۍ او ګډې ګټې تلپاتې اصلي قانون دی.
د پرمختګ پر لارې باد او باران عادي چاره ده. ځينې تصدۍ په سوداګریزو چارو کې له فشارونو سره مخامخ دي، ځيني وګړي د کارموندنې او ژوند له ستونزو سره مخ دي او په ځينو ځايونو کې د سېلاب، توپان او زلزلې په ګډون طبيعي پېښې رامنځته شوې دي او زه ټولو ته پاملرنه کوم. زمونږ خلک له ستونزو نه ويريږي، يو له بل سره مرستې کوي، د ننګونو پر وړاندې زړوره مقابله کوي او ستونزې هواروي، چې دغو چارو پر ما ډېره اغېزه کړې او ترې متاثره یم. زخمتکښ بزګران، نه ستومانه کېدونکي کارګران، زړور کارکوونکي، هېواد ساتونکي سرتيري او د بېلا بېلو کسبونو کارکوونکي ټول د خپلو دندو لپاره هڅې کوي او هر عام وګړي غيرعادي خدمتونه ترسره کړي دي! ولسونه زمونږ د ستونزو او ننګونو د لرې کولو تر ټولو لوی بنسټ او ملاتړ دی.
راتلونکی کال به د نوي چين د جوړېدو ۷۵ مه کليزه وي. مونږ باید په ټينګار د چيني شکله عصري کېدو بهیر پرمخ يوسو، په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه باید د نوي پرمختګ مفکوره عملي کړو، د نوي پرمختګ د جوړښت د جوړولو چارې باید ګړندۍ کړو، د باکيفیته پرمختګ چارې باید پرمخ يوسو او د پرمختګ د موندلو ترڅنګ باید امنيت ښه وساتو. مونږ باید د ثابت پرمختګ پر مهال لاسته راوړنې ولرو، د پرمختګونو له لارې باید ثابت حالات ښه وساتو او د نويو پرمختګونو لپاره باید غير معقول او پخواني ميکانیزمونه لرې کړو، د اقتصاد د بياغوړېدو تمایل باید ټينګ وساتو او باید ثابت او اوږدمهاله پرمختګ ورکړو، د هراړخیزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون چارې باید پرمخ يوسو، پر پرمختګ باید خپل باور لاټينګ کړو، د اقتصاد حياتي ځواک باید تقویه کړو او په زياتو هڅو باید ښوونیزو چارو، ساينس او ټکنالوژۍ ته پرمختګ ورکړو او مستعد کسان باید وروزو. مونږ به له هانکانګ او مکاو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو، څو دغه سیمې له خپلو ځانګړتياوو ګټې پورته کړي او د هېواد د پرمختګ له عمومي ګام سره د اتصال په ترڅ کې دايمي سمسورتيا او ثبات وساتي. د هېواد يووالی به تاريخي حقیقتونه راپورته کړي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلک باید يو موټی شي او د ملت د بيا سمسورتيا لپاره بايد يو له بل سره لویې شېبې شريکې کړي.
زمونږ موخه ډېره لویه او هم ډېره ساده ده او اصلي منځپانګه يې خلکو ته د لا ښه ژوند برابرول دي. د ماشومانو پالنه او تعليم، د ځوانانو کارموندنه او روزنه او د زړو کسانو طبي درملنه او ساتنه هم د کورنيو او هم د دولت چارې دي، مونږ باید ګډې هڅې وکړو او دا چارې باید په ښه توګه ترسره کړو. اوس ټولنه په چټکۍ بدليږي او مونږ ټول ډېر بوخت يو او کار او ژوند مو له درنو فشارونو سره مخامخ دي. مونږ به خوشحاله او همغږې ټولنیزه فضا جوړه کړو، د نوښتګرو فعاليتونو لپاره به ټولشموله او حياتي فضا پراخه کړو او ژوند ته به اسانه او ښه زمينه برابره کړو، څو ټول خوشحاله او ښکلی ژوند ولري او خپل خوبونه پوره کړي.
اوس د نړۍ په ځينو ځايونو کې د جګړې د اور لمبې لا هم تودې دي. چينايان سولې ته ډېر ارزښت ورکوي او مونږ به له نړيوالې ټولنې سره د انسانانو د سرنوشت او ګټو ته په کتو، د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو چارې پرمخ يوسو او لاښه نړۍ جوړه کړو.
اوسنۍ شېبه د شپې رنګينې منظرې ښيي او بېلا بېلې کورنۍ سره يوځای شوې دي.
د هېواد د سمسورتيا او ابادۍ او د نړۍ د سولې او ارامۍ په هيله!
تاسو ټول نيکمرغه کال، ښې چارې او روغتيا ولرئ!
له تاسو څخه مننه!
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In