د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ترکمنستان سره يې د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېر تړون نوی او پر یو شمېر پروژو خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت رییس ترکمستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر او د ترکمن انرگو اجرایوي رییس سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا تړون لاسلیک کړی دی. برېښنا شرکت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون لاسلیک شو، چې د دې تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات لینونو کي تر ۱.۸ میلیارده کیلو واټه في ساعت انرژي تورید کړي. همداراز د شبرغان څخه تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي چارو د بشپړېدو چې تېره اونۍ یې د چارو بیا پیل افتتاح وشوه او په دغه لین کې د ترکمنستان هیواد څخه د زیاتې برېښنا د پېر ډاډ هم ترکمن انرګو ته ورکړل شوی.