د خوست ولايت چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې د ملکرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي همکارۍ د ۱۱۹ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې یادې پروژې د صبريو، قلندر، موسی خېلو، نادرشاه کوټ او عليشيرو ترزيو ولسواليو کې پلې شوې دي، چې پکې د اوبو زېرمې، کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. د مالوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د یادو پروژو د رغونې پر مهال۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې په بشپړېدو سره یې سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او سلګونه جریبه نورې زراعتي ځمکې به د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.