د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښاروالۍ د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه د پاسه ۷۶ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر کال د ۸ میاشتو په پرتله ۱۰ میلیونه افغانۍ ډېروالی ښيي. د پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې يې ۷۶ میلیونه ۶۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال يې په همدومره موده کې ۶۶ میلیونه ۴۰۰ زره افغانۍ عواید را ټول کړي وو. نوموړي د عوایدو د ډېرېدو لاملونه د نویو عایداتي سرچینو او هټیو ثبتول یاد کړل. مظلوم د عوايدو راټولول د زېربینايي پروژو د تطبیق او غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې مهم وبلل او د ښار له ټولو اصنافو او حکومتي بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې اړوند مالیات او پیسې پر ټاکلي وخت تحویلې کړي.