د زابل ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې دکلات ښاروالۍ له لوري ۸ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي چې د تېرو ۲ میاشتو په موده کې راټول شوي وو وسوځول شول. د دې توکو د سوځولو پرمهال د کلات ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې ښاروالۍ هر وخت هڅهکړې ترڅو تر وخت تېر توکي وسوځوي او همدا راز په دې برخه کې یې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړی دی. د ده په وینا چاته به اجازه ورنه کړي چې پر خلکو تر وخت تېر توکي وپلوري او زیاتوي چې د ښار له هټیو څخه د دوی څارنه به دوام ولري. په ورته مهال د کلات ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښاروالۍ د دې اقدام ستاینه کړې او غوښتنه یې کړې، چې ښاروالي دې د ښار له ټولو کاروبارونو لیدنه وکړي او د غیر قانوني کړنو مخه دې ونیسي.