د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د شېرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوي دېوال جوړول شامل دي. پر یادو پروژو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت له لوري ورکول کېږي. د یادولو وړ ده، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به موټر چلوونکو ته همګڼې آسانتیاوې برابرې شي. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د شېرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې موټر چلوونکو د اسانتیاوو د نشتون څخه په بار بار شکایتونه کړي وو.