د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه وزارت ویلي چې، سږ کال د انګورو له ۱۲ زره ۶۱۱ هکتاره ځمکې څخه ۲۳۲ زره ۱۷۵ مټریک ټنه انګور راټول شوي په داسې حال کې چې تېر کال د انګورو له ټولټال ۱۱ زره ۵۴۵ هکتاره ځمکې څخه ۱۱۲ زره ۴۴۸ مټریک ټنه انګور راټول شوي وو، چې ۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي. د کابل ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې دوی په مرکز او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل په درلودلو سره هڅه کوي چې د ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو او پر وخت د مرستې په ترسره کولو سره به د بڼوالو د حاصلاتو کچه لا لوړه کړي.