ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ د اردن په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پر یو مرکز هوایي برید کې د تهران لاس لرل رد کړل. ایراني رسنیو د دغې خبرپاڼې په حواله لیکلي چې ایران له دغې پېښې سره هېڅ اړیکه نه لري او زیاته کړې یې ده چې امریکايي ځواکونه سیمه کې له مقاومتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي. له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ادعا کړې وه چې د ایران ملاتړو ډلو د سوریې پولې ته نږدې اردن کې د دوی پر ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې پایله کې یې ۳ سرتیري وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان دي.