د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د دولتي رازونو د افشا په قضیه کې په لس، لس کاله بند محکوم شوي دي. د دولتي رازونو د افشا په ځانګړې محکمه کې قاضي په اډياله زندان کې د عمران خان او شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د دواړو په حضور کې پرېکړه اورولې ده. تر دې وړاندې د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړي وو، چې له مخې یې د حکومت رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه. عمران خان ویلي و، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.