د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دی به ملت ته وینا وروسته له هغې وکړي چې د دولتي ادارو تړل کېدل پای ته ورسېږي. ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ټرمپ د وینا لپاره د ګانګرس جرګې ته له ورتلو منع کړی و. پلوسي ویلي و چې په داسې وخت کې چې دولتي ادارې د بودجې پر سر د اختلاف له امله تړلي هغه ته له دې جرګې څخه ملت ته د وینا اجازه نه ورکوي. په پام کې وه چې ټرمپ دغه وینا راتلونکې اوونۍ وکړي، خو پلوسي د دولتي ادارو له تړلو سره امنیتي اندېښنې دې جرګې ته د هغه د ورتلو د بلنلیک د لغوه کېدو لامل یاد کړی دی. ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، دا د هغې صلاحیت دی او زه به وینا هله وکړم چې د دولتي ادارو تړل کېدل پای ته ورسېږي. د کانګرس او د ولسمشر ټرمپ ترمنځ جنجال د بودجې د هغې برخې پر سر راپورته شوی چې ټرمپ له مکسیکو سره د امریکا په پوله د یوه دېوال د جوړولو لپاره د ۵،۷ ملیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.