د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پلوه وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په عراق او سوریې کې د ایران پلوه وسله والو په مرکزونو د امریکایي ځواکونو د بریدونو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، امریکایي ځواکونو پرون له غرمې وروسته د ده په لارښوونې، په عراق او سوریې کې د ایران پلوه ملیشو هغه تاسیسات ویشتي چې د امریکایي ځوکونو پر ضد برید کولو لپاره کارول کیدل. بایډن په دې اعلامیې کې ویلي چې امریکا په منځني ختیځ او نورې نړۍ کې جګړه نه غواړي. دې قوماندانۍ په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې په عراق او سوریه کې یې تر ۸۵ ډیر اهداف ویشتي خو د مرګ ژوبلې په هکله یې لا څه نه دي ویل شوي. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې هوایي بریدونو کې د ۱۲۵ څخه ډیر مهمات کارول شي.