د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد د دولتي هوايي شرکت (پي ای اې) د پلورلو چاره په دې اړه د یوې بیاکتنې تر بشپړېدو وځنډوي. د ټاکنو کمېسیون دا اونۍ د سرپرستې کابینې څخه دا غوښتنه د یو لیک په ترڅ کې په داسې حال کې کړې چې د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي ټاکنې کیږي. د رویټرز اژانس له خوا لیدل شوي دې لیک کې ویل شوي چېسرپرست حکومت باید په دې اړه د تړون د لاسلیک کولو او هر بل اقدام څخه تر هغو ډډه وکړي ترڅو کمیسون په دې اړه پرېکړه وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان سرپرست حکومت پلان لري چې په پي ای اې کې د یو لړ اصلاحاتو له پلي کولو وروسته، دغه شرکت پر خصوصي سکتور باندې وپلوري.